د بي بي فاطمې خیرېه بنسټ په ډنډپټان ولسوالۍ کې له هغه افغانانو سره ۲۸۰ بړستنو مرسته وکړه چې له پاکستان څخه په زور او جبر شړل شوي وو،
دغه مرسته چې ( ۲۸۰ ) کورنیو ته برابره شوې وه، د بي بي فاطمې خیرېه بنسټ" ساحوی مسئول له خوا د ځینې نورو مخور په حضور کې وویشل شوه.
یاده دې وي چې ( د بي بي فاطمې خیرېه بنسټ ) له دې وړاندې هم له بې وزله افغانانو سره وخت په وخت د خیمو او کمپلو په شمول د نورو خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې کړې دي او له نورو شتمنو افغانانو څخه هیله لري چې له اړمنو افغانانو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.
نیټه : دقوس د میاشتې ۲۷ مه ۱۴۰۲ ام هجري کال